طالبان د افغانستان بیا رغونې لپاره د روسیې د مرستو غوښتونکي دي 

0
196

طالبان د افغانستان بیا رغونې لپاره د روسیې د مرستو غوښتونکي دي 

د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی د افغانستان بیا رغونه کې د روسیې مرستو ته لیواله دي.

هغه له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې زیاته کړې، چې افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو رغولو ته ژمن دی او له ټولو هېوادونو غواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

 

(2021 / 10 / 11  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی د افغانستان بیا رغونه کې د روسیې مرستو ته لیواله دي.

هغه له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې زیاته کړې، چې افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو رغولو ته ژمن دی او له ټولو هېوادونو غواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

مجاهد څرګنده کړې چې افغانستان په تېرو شل کلنو جګړو کې ډېر ځپل شوی دی او د روسیې په ګډون نور هېوادونه کولی شي د دغه هېواد په بیا رغونه کې برخه واخلي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې دوی تر هر څه وړاندې هڅه کوي په افغانستان کې د روسیې پر ډیپلوماټیک حضور خبرې وکړي څو یاد هېواد نوی حکومت په رسمیت وپېژني ځکه د ده په وینا دا چاره د نړیوالو مرستو او همکاریو د جلبولو لپاره مهمه ده.

د ا.ا.ا لۀ واکمنېدو سره داسې راپورونه خپارۀ شوي ؤ چې تر نورو دولتونو وړاندې به روسیه، چین، پاکستان او ایران د ا.ا.ا پر رسمیت پېژني؛ خو د دوو میاشتو پۀ تېرېدو سره دغو هېوادونو تر اوسه د طالبانو د پر رسمیت پېژندلو لپاره کوم ګام ندی پورته کړی.

 

 

Leave a reply