په بلوچستان کښې خبریال اووژل شو

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان په بلوچستان ولایت کښې یو خبریال په ډزو اوویشتل شو او وژل شوې دې، په رسنیو کښې رپورټ چاپ شوي چې دا یوه هدفي وژنه ده او ددې خبریال د وژنې ذمه واري بي ایل اې(بلوچستان لیبریشن آرمي) قبوله کړې دې.
د الجزیره رپورټ مطابق شاهد زهري په ګاړي کښې په سفر روان وو چې دده په ګاړي کښې چاودنه وشوه، داسې رپورټونه خپاره وو چې د ګیس سلنډر د چاودنې په وجه شاهد زهر وژل شوي چې بیا چې پولیس پلټنې وکړي نو معلومه شوه چې د خبریال موټر کښې بمی چاودنه شوې ده.
د الجزیره رپورټ مطابق د یو ټي وي خبریال شاهد زهري په حب سیمه کښې ګاړي کښې په سفر وو چې اووژل شو، د رپورټ مطابق په ایدهی ایمبولینس کښې په زخمي حالت کښې کراچې ته ورسول شو خو ساه ی ورکړه.
بي ایل اې ګروپ په یو بیان کښې د خبریال و وژنې ذمه واري قبوله کړې ده.
http://https://www.aljazeera.com/news/2021/10/11/tv-journalist-killed-targeted-attack-southern-pakistan-baloch
یاده دې وي چې د ټي وي خبریاله شاهینه شاهین بلوچ هم په ۵ پینځ ستمبر کال ۲۰۲۰ کښې وژل شوې وه.
http://https://www.aljazeera.com/news/2021/10/11/tv-journalist-killed-targeted-attack-southern-pakistan-baloch






