عراق: د داعش مالي مسؤل او ابوبکر البغدادی مرستیال مو نیولی

0
166

عراق: د داعش مالي مسؤل او ابوبکر البغدادی مرستیال مو نیولی

د عراق لومړي وزیر چې د ځانګړنو عملیاتو پایله کې مو د داعش ډلې مالي مسؤل او د ابوبکر البغدادي مرستیال نیولی دی.

 

 

(2021 / 10 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د عراق لومړي وزیر چې د ځانګړنو عملیاتو پایله کې مو د داعش ډلې مالي مسؤل او د ابوبکر البغدادي مرستیال نیولی دی.

د عراق لوموي وزیر مصطفی الکاظمي ویلي چې د وژل شوي ابوبکر البغدادی مرستیال او د عراق لپاره د داعش ډلې مالي مسؤل مو د عملیاتو پایله کې وژلی دی.

الکاظمي دا ندي ویلي چې دغه عملیات ئې څۀ ډول او کوم ځای کې ترسره کړي؛ خو دا ئې ویلي چې دوی به عراق کې داعش ډله ځپي او پۀ مکمل ډول به ئې لۀ منځه وړي.

د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته عراق کې داعش ډلې پرمختګونه وکړل او ډېر ښارونه ئې تر خپلې ولکې لاندې راوستل.

د امریکايي ځواکونو تر بېرته ورتګ او د عراقي ځواکونو پۀ پراخو عملیاتو کې داعش ډله په عراق کې وځپل شوه او داسې راپورونه خپاره شول چې ډېری داعش جنګیالي له عراق څخه سوریې ته په شاه شول.

د عراق لومړی وزیر دغه خبر داسې مهال ورکوي چې تازه ځینې روسي رسنیو خبر ورکړی ؤ چې امریکا هڅه کوي له عراق او سوریې څخه داعش جنګیالي افغانستان ته ولېږدوي.

 

 

 

Leave a reply