د تورخم مزدورانو پرلت په ۶ شپږمه ورځ هم جاري دې

0
210

باغي ټي وي رپورټ
پاک افغان پوله تورخم سره نزدې د پیښور او تورخم په لویه لار د مزدورانو احتجاج او پرلت په شپږمه ورځ هم جاري دي، د مزدرانو غوښتنه ده چې د تورخم پوله دې د عام خلقو د تګ راتګ لپاره پرانستل شي.

دا احتجاج او پرلت د نوجوانان قبایل تنظیم مشرانو اسرار شینواری او د تورخم د مزدورانو اتحادیی مشر فرمان شینواری په مشرۍ کښې پیل شوې دې او نن هم جارې دې.
د مزدورانو د اتحادیی مشرانو فرمان شینواری او نورو اسرار شینواری وینا ده چې د تورخم پوله یواځینې وسیله ده چې ددې ځای د خپل خاندان لپاره څه مزدوری او ګټه وکړي، دوی وایی دلته نه خو کارخانې شته او نه کرکرونده، دوی غوښتنه کوي چې د عام خلقو د تګ راتګ لپاره دې دا پوله پرانستې شي.
یاده دي وي چې په تورخم پوله د ۵ پینځو میاشتو نه د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره بندیزونه لږیدلی دي، د پاکستان طرف نه افغانان افغانستان ته تلې شي او د افغانستان طرف نه پاکستانیان پاکستان ته راتلۍ شي.
د تورخم پولې سرکاري چینو ترمخې په دې پوله روزانه تر ۳۰ پورې هغه افغانان چې مریضان وي هم پاکستان ته د داخلیدو اجازت ورکولې شي، د افغان مریضانو سره په هم دومره شمیر کښې خپلوان هم وي چې دوی په پاکستان کښې ددې مریضانو خیال وساتي،اجازت ورکولې شی.
نن په شپږمه ورځ د ځای مزدورانو سره ددوی ماشومانو هم په پرلت کښې شریک وو، ماشومانو هم تور بیرغونه په لاسونو کښې راخستي وو او تورخم د پرانستې غوښتنه ی کوله.

Leave a reply