کیم جونګ اون: د هېواد او خلکو اقتصادي وضعت مو سم ندی، د سمېدو لپاره ئې کار کوم 

0
229

کیم جونګ اون: د هېواد او خلکو اقتصادي وضعت مو سم ندی، د سمېدو لپاره ئې کار کوم 

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون د دغه هېواد د کارګرو ګوند ۷۶ کلیزې ته په وینا کې ویلي چې د دغۀ هېواد اقتصادي ضعت سم ندی او ښۀ والي لپاره ئې باید عملاً لاس پکار شو.

 

 

(2021 /  10 / 11  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون د دغه هېواد د کارګرو ګوند ۷۶ کلیزې ته په وینا کې ویلي چې د دغۀ هېواد اقتصادي ضعت سم ندی او ښۀ والي لپاره ئې باید عملاً لاس پکار شو.

نوموړپ پۀ دغې نمانځغونډه کې ویلي چې هڅه کوي د شمالي کوریا او خلکو اقتصادي وضعت ئې ښۀ او پۀ پښو ودروي.

لۀ څو کلونو را پۀ دېخوا شمالي کوریا هڅې پیل کړي چې پرمختللې وسلې او توغندي جوړ او وآزمويي، ځکه خو د امریکا له سختو بندیزونو سره مخ شوي، چې دغې چارې د شمالي کوریا اقتصاد ته سخته زربه ورکړې ده.

اون دا خبرې په داسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې ئې تر غږ چټک توغندي آزمویلو تر څنګ نور توغندي هم آزمویلي ؤ چې امریکا بیا د دغو آزموینو مخالفت کړی ؤ او ویلي ئې ؤ چې دا دوی او د دوی متحدینو ته ښکاره ګواښ دی.

 

 

Leave a reply