پوليسو تښتوونکی نيولی او د سايټ سپر هائي وے سيمې نه يې لس کلن ماشوم ژغورلی دی
باغي ټي وي رپورټ
کراچۍ: پوليسو تښتوونکی نيولی او د سايټ سپر هائي وے سيمې نه يې لس کلن ماشوم ژغورلی دی.
د پوليسو په وينا، دوى ته د وږي په ١٥مه معلومات تر لاسه شول، چې د محمد عمران په نوم نامعلومو وسله والو يو لس کلن ماشوم محمد ريحان تښتولى او په تېښته بريالى شوى دى.
د پولیسو په وینا تورن کس نیول شوی او پلټنې ترې روانې دي.