اسلام اباد: د عمران خان وکيلانو د يوې ښځينه قاضي ته د ګواښلو په قضيه کې د هغه د ضمانتي ګرفتارۍ د ساتلو غوښتنه کړې ده

باغی ټی وی رپورټ
د عمران خان وکيلانو د يوې ښځينه قاضي ته د ګواښلو په قضيه کې د هغه د ضمانتي ګرفتارۍ د ساتلو غوښتنه کړې.
د اسلام اباد په ضلعي او سيشن عدالت کې جوډيشل مجسټرېټ ملک امان د عمران خان په ضد زنانه جج ته د ګواښلو د مقدمې اورېدنه وکړه.
د اورېدنې په مهال د عمران خان وکيلانو د هغه د ضمانتي وارنټ بحالۍ غوښتنه وکړه او ويې ويل چې عمران خان امنيتي اندېښنې لري، ژوند يې په خطر کې دى، اسلام اباد هائي کورټ هم د هغه د حفاظتي ضمانت د واپسۍ دپاره نوټس جاري کړی دی.
په دې اړه قاضي وويل چې تر اوسه د استغاثې له لوري څوک نه دي حاضر شوي، وبه ګورو چې څه وايي، د عمران خان وکيل قاضي ته وويل چې زه اسلام اباد هايي کورټ ته ځم.
قاضي وویل چې ته ضرور لاړ شه، ستا دلیلونه راغلي دي.
وروسته عدالت د مقدمې اورېدنه د شپې تر ۱۱ بجو پورې وځنډوله. ي
اده دي وي چي عمران خان ته نن د اسلام آباد دوه بيلا بيلو محکمو د عدالت جج مبشر حسن چشتي احضار کړے دے۔






