په بهاولپور کې د اوړو د وړیا خرڅون په مرکز کې د اوړو ویشلو پر مهال اووه ښځې ټپیانې شوې دي

0
154

باغی ټی وی رپورټ

په بهاولپور کې د اوړو د وړیا خرڅون په مرکز کې د اوړو ویشلو پر مهال اووه ښځې ټپیانې شوې دي..
د راپورونو له مخې، پېښه د بهاولپور په هشیل پور بلدیه روډ هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د حکومت له لوري په ټاکل شوي وړیا اوړو پلورنځي کې د اوړو د وېش پر مهال ګډوډي رامنځته شوه.

د ګډوډۍ له امله ګڼه ګوڼه رامنځ ته شوه، د ګڼې ګوڼې په پایله کې ۷ ښځې ټپیانې شوې، د یوې ښځې پښه ماته شوه.

ژوبل کسان دحصیل پور تحصیل هیډکوارټر هسپتال ته رسولی شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې په بهاولپور ولسوالۍ کې د وړيا اوړو د وېش لپاره د حکومت له لوري ٥١ نقطې جوړې شوې، چې په سخته ګرمۍ کې د ښاريانو اوږده کتارونه ولاړ دي، چې ډېرى يې ښځې دي.

Leave a reply