لوګر ولایت رسنیو دفتر وایي یاد ولایت کې دوه سوه اړمنو کورنیو سره د څارویو مرسته وشوه.
لوګر ولایت رسنیو دفتر وایي یاد ولایت کې دوه سوه اړمنو کورنیو سره د څارویو مرسته وشوه.
20 مارچ دوشنبه 2023
د لوګر ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوری د بشری قواو د انکشاف اداری په مالی مرسته په محمدآغې ولسوالۍ کې پر دوه سوه بی وزلو او اړمنو کورنیو څاروي وویشل شول.
د ویش په لړۍ کې د مالدارۍ آمر داکتر خانشرین خسروی سربیره د اقتصاد ریاست استازی، د بشری قواو د انکشاف اداری مسؤولینو د محمدآغې ولسوالۍ چارواکو او قومی مشرانو ګډون کړی وو.
د کرنې ریاست اړوند دمالدارۍ آمر داکتر خسروی د بشری قواو د انکشاف اداری له مسؤولینو د مننې تر څنګ له ګټه اخیستونکو وغوښتل ترڅو له ویشل شویو څارویو په سمه توګه ساتنه وکړی.
اړوند موضوعات
باید وویل شی هری کورنی ته دوه رأس میږی ورکړل شوی د څارویو د ویش څخه موخه په لوګر ولایت کــې د څارویو لرونکو ملاتړ او د دغه مسلک لابډایه کول ښودل شوی دی.