د ا.ا.ا: د تذکرو د وېش لړۍ به د پخوا پۀ څېر پیل شي
د ا.ا.ا: د تذکرو د وېش لړۍ به د پخوا پۀ څېر پیل شي
د ا.ا.ا د کابینې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د تذکرو د وېش لړۍ به د پخوا پۀ څېر پۀ عادي حالت پیل شي.
د پرېکړې پر بنسټ د احصايې ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ به د تذکرو د وېش لړۍ دوام ومومي.
(2021 / 10 /10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا.ا د کابینې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د تذکرو د وېش لړۍ به د پخوا پۀ څېر پۀ عادي حالت پیل شي.
د پرېکړې پر بنسټ د احصايې ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ به د تذکرو د وېش لړۍ دوام ومومي.
ویل کېږي چې دغو تذکرو کې به د پخوا پۀ څېر د جمهوریت کلیمه ذکر کېږي او هېڅ تغیر به پکې نه راوړل کېږي.
تر دې وړاندې د پاسپورټ د وېش لړۍ هم د پخوا پۀ څېر پرته له تغیر څخه پیل شوې وه.
د ا.ا.ا د مسؤلو چارواکو په وینا چې د تذکرو او پاسپورټ د وېش لړۍ ئې د خلکو ستونزو د هواري پۀ موخه پیل کړې ده .
که څۀ هم د پاسپورټ لړۍ په عادي بڼه پیل شوې؛ خو یو شمېر خلک شکایت کوي چې د دوی د پاسپورټ ستونزه نده حل شوې او د پاسپورټ ریاست فعالیتونه د محسوس وړ ندي.
خو د پاسپورټ ریاست مسؤلینو ویلي چې د دوی کار ښۀ روان دی؛ خو دا چې د خلکو غوښتنه ډېره ده ځکه د پاسپورټ ریاست مخه کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره ترسترګو کېږي، د دوی په وینا چې دغه ستونزه به ژر تر ژره هواره کړي او د پاسپورټ ټولو متقاضیانو غوښتنې به ومنل شي.