په تورخم پوله د مزدورانو پرلت جاري دې

باغي ټي وي رپورټ
د پیښور او تورخم په لویه لار تورخم پولې سره نزدې د ځای مزدورانو او مشرانو پرلت نن په ۵ پینځه ورځ هم جاري دې، د پرلت کوونکو غوښتنه ده چې د تورخم لار دې د عام تګ راتګ لپاره پرانستل شي.
د مزدورانو د اتحادیی مشرانو فرمان شینواری، او نور مشرانو اسرار شینواری غوښته ده چې د تورخم پوله دې د عام تګ راتګ لپاره پرانستل شي، دوی وایی چې دلته هم دغه د تورخم پوله ددې ځای غریب اولس لپاره د روزګار وسیله ده او د تیرو ۵ میاشتونه تړل شوي چې له وجهې ی دلته غریب اولس او مزدوران سختو مالی ستونزو سره مخ دي.
نن په پیښور او تورخم په لنډیکوتل کښې د تورخم پوله سره نزدې دې احتجاجی مظاهره کولو او پرلت کوونکې سره د پي ټي آی ضلع خیبر یو مشر شاهد شینواری او نور مشرانو هم ملاقات وکړو اوی دوی ته ی باور ورکړو چې ددوی حقونو لپاره به آواز اوچتوي، بیګا د شپې پخواني د قامی اسمبلۍ غړې او د تحریک اصلاحات پاکستان مشر شاه جي ګل آفریدي هم دوی سره په دې پرلت کښې شریک شو.
نوموړی دوی ته باور ورکړو چې به اسلام آباد کښې به دوی د لوړپوړ چارواکو سره د غریبه مزدورانو خبره او ستونزه را اوچته کړي چې د مزدورانو ستونزه هواره شي.
یاده دي وی چې تورخم پوله پینځه میاشتې وړاندې په ملک کښې د کورونا وایرس او مرض د مخنیوي لپاره تړل شوې ده، پاکستان طرف نه افغان وګړي افغانستان ته سفر کولې شي او د افغانستان طرف نه پاکستاني وګړي کولې شي د تورخم له لارې پاکستان ته راشي.
د تورخم سرکاری سرچینو مطابق هغه افغان مریضان چې پاکستان ته د علاج لپاره راتلل غواړي، کولې شي چې د تورخم د لارې پاکستان ته د علاج لپاره سفر وکړي.





