طالبان: د داعش ځپلو کې له امریکا مرسته نه غواړو؛ خپله ئې د ځپلو توان لرو

0
241

طالبان: د داعش ځپلو کې له امریکا مرسته نه غواړو؛ خپله ئې د ځپلو توان لرو

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او غړي سهیل شاهین په یوه مرکه کې ویلي چې د داعش ډلې د ځپلو لپاره د امریکا مرستې ته اړتیا نلر، د نوموړي په خبره چې دوی خپله د دې توان لري چې افغانستان کې داعش ډله له منځه یوسي.

 

 

(2021 / 10 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او غړي سهیل شاهین په یوه مرکه کې ویلي چې د داعش ډلې د ځپلو لپاره د امریکا مرستې ته اړتیا نلر، د نوموړي په خبره چې دوی خپله د دې توان لري چې افغانستان کې داعش ډله له منځه یوسي.

سهیل شاهین لۀ آزادۍ راډسړ سره په مرکه کې ویلي چې امریکا ترې غوښتي تر څو دوی افغانستان کې داعش ډله وځپي او له منځه ئې یوسي؛ خو د نوموړي په وینا دوی به امریکا ته اجازه ورنکړي چې افغانستان کې بیا د هوا یا ځمکې له لارې عملیات وکړي.

نوموړي ویلي چې دوی د داعش ځپلو برخه کې د امریکا مرستو ته اړتیا نلري ځکه دوی خپله د دې وړتیا لري چې افغانستان کې داعش ډله وځپي او له منځه ئې یوسي.

که څۀ هم څو ورځې وړاندې د امریکا پنټاګون وویل چې دوی افغانستان کې د داعش یا القاعده ډلې د ځپلو لپاره د چا اجازې ته اړتیا نلري؛ خو طالبانو بار بار ویلي چې امریکا ته به بیا د افغانستان په هوايي حریم د تېري اجازه ورنکړي.

تر سهیل شاهین وړاندې د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد هم ویلي ؤ چې داعش ډله د دوی لپاره لوی خطر ندی، مزاحمت دی او دوی کولی شي دغه مزاحمت ژر له منځه یوسی.

 

Leave a reply