کابل کښې امارت اسلامی اړمنو کورنیو ته مرستې ورکړي

0
158

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل خاک جبار سیمه کښې د امارت اسلامی له طرفه دد ې سیمې۲۰۱ مستحق خاندانونو سره د خوراکي توکو په شکل کښې مرستې شوي دي.

د افغانستان اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پانړه لیکلی چې د کابل ولایت خاکجبار ولسوالۍ کې ۲۰۱ اړمنو کورنیو ته د اسلامي امارت د ذمه وارو له لوري ۶۰ کیلو اوړه، ۲۹ کیلو وریجې، ۶ لیتره غوړي، ۶ کیلو بوره، او نور خوراکي مواد ورکړل شول.
یاده دې وی چې نن سبا د افغانستان اسلامی امارت یو لوړپوړه پلاوی د قطر په دوره دې ، په قطر کښې د قطر او امریکایی چارواکو سره په لیدنه کښې د افغانستان په اقتصادي او نور سیاسي ستونزو او مسله ټینګار کړې دې.
دا خبره هم د یادونې وړ ده چې د افغانستان په نورو ولایتونو کښې هم د امارت اسلامی او د بیله بیلو مرستندونه ادارو له طرف نه په دې سیمو کښې مرستې تقسیم شوي دي. د پاک افغان د همکارۍ فورم د غړو له طرف نه هم افغان اولس سره بشري مرستې پیل شوي دي، په سوونه ټنګه خوراکي توکي او داروګان د فضایی او زمکی لارې افغانستان ته رسول شوی دي.

Leave a reply