د لاهور قلندر لوبډلې ملتان سلطان ته په ماتې ورکولو سره د دویم ځل لپاره د پاکستان د سوپر لیګ اتلولي وګټله.

د لاهور قلندر لوبډلې ملتان سلطان ته په ماتې ورکولو سره د دویم ځل لپاره د پاکستان د سوپر لیګ اتلولي وګټله.
19 مارچ یکشنبه 2023
د پاکستان سوپر لیګ د اتم پړاو پایلوبه تیره ورځ د ملتان سلطان او لاهور قلندرز ترمنځ ترسره شوه، چې اتلولي یې لاهور قلندر لوبډلې وګټله.
لاهور لوبډلې لومړۍ توپ اچوونه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په زیان ۲۰۰ منډې وکړې، چې عبدالله شفیقي پکې تر ټولو زیاتې ۶۵ منډې وکړې. له هغه پرته لوبډلمشر شاهین شاه افریدي تېزې ۴۴، فخر زمان ۳۹ او میرزا بېګ هم د ۳۰ څخه زیاتې منډې جوړې کړې.
ملتان لوبډلې ته اسامه میر ۳ لوبغاړي وسوځول، انورعلي، احسان الله او خوشدل شاه هم ۱، ۱ لوبغاړی وسوځولو.
په ځوابي توپ اچوونې کې ملتان ورکړل شوی هدف پوره نکړ او لوبه یې په یوې منډې وبایلله. ملتان لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۹ منډې وکړې. دوی ته ریلي روسیو ۵۲، محمد رضوان ۳۴، خوشدل شاه ۲۵ او ټیم ډیویډ ۲۰ زیاتې منډې وکړې.
لوبه تر وروستي توپ پورې ډيره هیښوونکې وه. د شاهین شاه افریدي په ۱۸م اور کې د ۳ لوبغاړو سوځېدلو لوبه د لاهور قلندر په لاس کې کړه؛ خو کله چې حارث روف په ۱۹ اور کې ۲۲ منډې ورکړې، لوبه بیا د ملتان سلطان لور ته کږه شوه، تر دې چې وروستي توپ ته ۴ منډې پاتې شوې؛ خو د زمان خان یارکز بال باندې یوازې ۲ منډې وشوې او لاهور قلندر لوبډله د دوهم ځل له پاره د PSL اتله شوه.
شاهین شاه افریدي د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو، هغه ۴ ویکټې واخیستې، ترڅنګ یې راشد خان ښه توپ اچوونه وکړه چې خپلو ۴ اورونو کوې یې یوازې ۲۶ منډې ورکړې او ۲ مهم لوبغاړي یې وسوځول.
اړوند موضوعات
د لاهور پولیسو د پاکستان سوپر لیګ (PSL) لپاره امنیتي پلان چمتو کړی دی
باید وویل شي چې د تېر کال پایلوبه هم لاهور قلندر لوبډلې ګټلې وه.






