د پاکستان تحریک انصاف چیرمین عمران خان خلاف د توشه خانې کیس اوریدنه به نن کیږي، عمران خان به د ایف 8 محکمې په ځای جوډيشل کمپلکس جی 11 کې وړاندې کیږي

0
79

باغي ټي وی رپورټ

د پاکستان تحریک انصاف چیرمین عمران خان خلاف د توشه خانې کیس اوریدنه به نن کیږي، عمران خان به د ایف 8 محکمې په ځای جوډيشل کمپلکس جی 11 کې وړاندې کیږي.
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان به نن اسلام آباد ته راځي او د توشه خانې کيس کښې د استغاثې په سمن کښې به د ايډيشنل سيشن جج ظفر اقبال په عدالت کښې حاضريږي۔

د چیف کمشنر اسلام آباد وینا ده چې د مقدمې اوریدنه د ضلعې محکمې نه جوډیشل کمپلیکس ته منتقل کړې شوې ده.

د عمران خان د وړاندې کېدو په موقع به د جوډيشل کمپلکس په شاوخوا کې سکيورټي سخته وي، جوډيشل کمپلکس ته به يواځې اړوندو او محدودو کسانو ته د ننوتو اجازه وي، په داسې حال کې چې د پي ټي ائي د کارکنانو په ورننوتلو هم بشپړ پابندي لګولې شوې ده.

د دې نه علاوه د اسلام آباد نه پس په راولپنډۍ ضلع کښې هم دفعه 144 نافذه شوې ده چې له مخې به ئې د جلسو، جلسو او یاګر غونډو اجازت نه ورکول کیږي.

ياده دې وي چې د عمران خان خلاف د تېر کال نومبر په ۲۱مه د جنايي کاروايي لپاره درخواست جمع کړی شوی و. جج ظفراقبال په 22م دسمبر د عمران خان په ضد د توشه خانې په ريفرنس کې د مقدمې اورېدنه رسماً پېل کړه او د دسمبر په 15مه نېټه عدالت د درخواست منظورولو اعلان وکړو او عمران خان ته يې د سمن نوټس جاري کړو.

خو عمران خان د جنورۍ په نهمه عدالت ته حاضر نه شو او د حاضرۍ نه د استثنیٰ لپاره یې څو درخواستونه جمع کړل، عدالت د لومړي ځل لپاره د عمران خان د تور لګولو لپاره د جنورۍ ۳۱ مه نېټه ټاکلې وه چې تر اوسه پرې عمل نه دی شوی.

Leave a reply