ټرمپ: لۀ افغانستان څخه ۹۷ سلنه هغه خلک ایستل شوي چې پۀ شرایطو نۀ ؤ برابر 

0
101

ټرمپ: لۀ افغانستان څخه ۹۷ سلنه هغه خلک ایستل شوي چې پۀ شرایطو نۀ ؤ برابر 

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا افغانستان کې د امریکا د تخلیې پر ماموریت سختې نیوکې کړې دي او ویلي ئې دي چې افغانستان څخه را ایستل  شوي درې سلنه خلک پر شرایطو برابر دي پاتې نور ټول ئې هسې را ایستل شوي دي.

 

 

(2021 / 10 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا افغانستان کې د امریکا د تخلیې پر ماموریت سختې نیوکې کړې دي او ویلي ئې دي چې افغانستان څخه را ایستل  شوي درې سلنه خلک پر شرایطو برابر دي پاتې نور ټول ئې هسې را ایستل شوي دي.

نوموړي همدا راز ویلي چې  د بایډن د ادارې هغه خبرې بې بنسټه دي چې ګواکې لۀ افغانستان څخه نظامي تجهیزات په بشپړ ډول ایستل شوي او سلګونه ټانګونه مو ویجاړ کړي، ځکه د دۀ په وینا چې اوس هم هلته د امریکا وسلې پۀ تور بازار کې پلورل کېږي.

نوموړي ویلي چې له افغانستان څخه ا ایستل شوي کسان دې په سمه بڼه وپلټل شي او د بایډن اداره باید خپل د تخلیې د ماموریت ناکامي ومني.

تر دې وړاندې هم ټرمپ د بايډن اداره باندې سختې نیوکې کړې وې او ترې غوښتي ئې ؤ چې بایډن د مدیریت وړتیا نلري او باید استعفاء وکړي.

 

Leave a reply