خلیلزاد: بلخ ولایت کې د ښوونځیو پرانستل مثبت ګام دی، نورو ولایتونو کې ئې هم غواړو

0
189

خلیلزاد: بلخ ولایت کې د ښوونځیو پرانستل مثبت ګام دی، نورو ولایتونو کې ئې هم غواړو

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ټوېټ پیغام کې لیکلي چې بلخ ولایت کې د نجونو د ښوونځیو پرانستل یو مثبت ګام دی او له طالبانو يې غوښتي چې نورو ولایتونو کې دې هم ورته ګامونه پورته کړي.

 

 

(2021 / 10 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ټوېټ پیغام کې لیکلي چې بلخ ولایت کې د نجونو د ښوونځیو پرانستل یو مثبت ګام دی او له طالبانو يې غوښتي چې نورو ولایتونو کې دې هم ورته ګامونه پورته کړي.

نوموړي ویلي چې د بلخ، کندز او یو شمېر نورو ولایاتو کې د نجونو د ښوونځیو تر دولسم ټولګي پرانیستل د طالبانو لۀ خوا یو ښۀ اقدام دی، نوموړي له طالبانو غوښتي چې د بلخ ولایت پۀ څېر نورو ولایتونو کې هم د نجونو ښوونځیو ته اجازه ورکړي.

تر دې وړاندې امریکا، ملګرو ملتونو، جرمني، بریټانیا او یو شمېر نورو هېوادو د نورو شرطونه تر څنګ د طالبانو د پۀ رسمیت پېژندلو لپاره نجونو او ښځو ته د کار او زده کړو اجازه ورکول هم یاد کړي ؤ.

طالبانو بیا خبر ورکړی چې پۀ داسې یوه طرحه کار کوي چې وکولی شي نجونې پوهنتون او ښوونځیو ته پۀ ښۀ ډول حاضرې کړل شي.

 

Leave a reply