م،م: افغان بېځایه شویو اړمنو کورنیو ته دې ژر تر ژره مرستې ورسېږي

0
114

م،م: افغان بېځایه شویو اړمنو کورنیو ته دې ژر تر ژره مرستې ورسېږي

د ملګرو ملتونو این ایچ سي آر ( د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ) ویاند ویلي چې افغانستان کې دې اړمنو کورنیو ته د ژمي تر رارسېدو وړاندې مرستې ورسېږي.

 

 

(2021 / 10 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د ملګرو ملتونو این ایچ سي آر ( د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ) ویاند ویلي چې افغانستان کې دې اړمنو کورنیو ته د ژمي تر رارسېدو وړاندې مرستې ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویاند بابر بلوچ یوۀ خبري کنفرانس ته ویلي چې میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړیتا لري او که پر وخت دغه مرستې ور ونۀ رسېږي د ژمي په رارسېدو سره به هلته بشري ناورین رامنځته شي.

نوموړي پۀ مرستندویه ټولنو غږ کړی چې ژر تر ژره دې لاس په کار شي او افغانانو په تېره بیا داخلي بېځایه شویو کورنیو ته مرستې ورسوي.

د دۀ پۀ وینا که پۀ دغه برخه کې ځنډ رامنځته کېږي نو د بشري ناورین امکان شته؛ خو وړاندې تر دې چې هلته بشري ناورین رامنځته شي مرستندویه ټولنې دې پۀ خپل وخت لاس پکار شي.

تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو خبر ورکړی ؤ چې که افغانستان سره پر وخت بېړنۍ مرستې ونشي هلته به خلک له سخت وضعت سره مخ شي.

 

Leave a reply