عمران خان د توشه خانې جرمي کېس کې د وارنټ منسوخۍ درخواست ردولو پرېکړه په های کورټ کې چیلنج کړې ده
باغي ټي وی رپورټ
اسلام اباد: عمران خان د توشه خانې جرمي کېس کې د وارنټ منسوخۍ درخواست ردولو پرېکړه په های کورټ کې چیلنج کړې ده.
د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د توشه خانې جنايي مقدمه کښې د وارنټ منسوخۍ درخواست مسترد کولو فيصله اسلام آباد هائي کورټ کښې چيلنج کړې ده۔
د عمران خان لخوا جمع کړې شوې درخواست کې وئيل شوي چې هغه به سبا پخپله د اسلام اباد په سيشن عدالت کې حاضر شي او پوليس دې د ضمانت منظورولو سره د هغه د نيولو نه منع کړل شي.
عمران خان د اسلام آباد هائي کورټ نه نن د درخواست اورېدنه کړې ده۔
د اسلام آباد هائي کورټ رجسټرار اعتراض
بل لوري ته د اسلام اباد هائي کورټ رجسټرار دفتر د عمران خان په درخواست اعتراض کړی او ويلي يې دي چې عمران خان بايومټريک نه لري نو هائي کورټ به په دې اړه د وړاندې فيصلې وروستو بيا څنګه اوري؟
ياده دي وي چي سيشن عدالت د عمران خان د ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ منسوخ کولو درخواست مسترد کړي وو۔