د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې ايټمي مسلې د کوم ملک او مالي ادارې سره په ايجنډا کښې نه دي

باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد: د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې ايټمي مسلې د کوم ملک او مالي ادارې سره په ايجنډا کښې نه دي.
د خارجه دفتر په هفته وار بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ وويل چې هند په كشمير كښې د بشري حقونو په پرله پسې سرغړونو كښې لاس لري په داسې حال كښې چې په هند كښې د بي جي پي مشر لخوا اسلام ضد بيان د اندېښنې وړ دى۔
دخارجه دفتر وياند وويل ايټمي معامله دکوم هيواد يا مالي ادارې سره په ايجنډا کې نۀ ده، داتومي په اړه ټولې خبرې دحقيقتونو خلاف دي.






