قطر افغانستان ته د اقتصادي همکاریو ډاډ ورکړی دی

0
316

قطر افغانستان ته د اقتصادي همکاریو ډاډ ورکړی دی

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو ړزیر عبدالقهار بلخي وايي چې افغان لوړ پوړو چارواکو د قطر د بهرنیو چارو له وزیر عبدالله ثاني سره لیدلي دي، د قطر د بهرنیو چارو وزیر افغان لوري ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي ئې دي چې افغانستان سرخ به ښې اړیکې پالي.

 

 

(2021 / 10 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو ړزیر عبدالقهار بلخي وايي چې افغان لوړ پوړو چارواکو د قطر د بهرنیو چارو له وزیر عبدالله ثاني سره لیدلي دي، د قطر د بهرنیو چارو وزیر افغان لوري ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي ئې دي چې افغانستان سرخ به ښې اړیکې پالي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر افغان چارواکو ته ویلي چې د افغانستان پۀ بیا رغونه او اقتصادي پرمختګ کې به له افغانستان سره په بېلابېلو بر خو کې هر اړخېزې مرستې کوي.

همدارنګه د قطر د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د دایمي ثبات او پرمختګ لپارهد لازمو همکاریو ژمنه هم کړې ده.

دواړو لوریو په دایمي ښو اړیکو ټینګار کړی او د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د قطر د بهرنیو چارو له وزیر څخه مننه کړې ده.

قطر هغه هېواد دی چې لۀ ۲۰۱۳ م کال څخه د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه توب کوي.

 

Leave a reply