امریکا ته د افغان لوري خبرداری؛ د افغانستان د بې ثباته کولو هڅه به نه کوئ

امریکا ته د افغان لوري خبرداری؛ د افغانستان د بې ثباته کولو هڅه به نه کوئ
د راپورونو له مخې د افغانستان د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په دوحه کې له امریکایي پلاوي سره لیدلي او دوی ته یې خبرداری ورکړی چې د افغانستان د حکومت د بې ثباته کولو هڅه و نه کړي.
(2021 / 10 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغان لوري امریکا ته د افغانستان د بې ثباته کولو په تړاو خبرداری ورکړی دی.
د راپورونو له مخې د افغانستان د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په دوحه کې له امریکایي پلاوي سره لیدلي او دوی ته یې خبرداری ورکړی چې د افغانستان د حکومت د بې ثباته کولو هڅه و نه کړي.
د متقي په وینا که امریکا داسې کومه هڅه وکړي نو دا به د هېچا په ګټه نه وي.
متقي همدا راز له رسنیو سره په خبرو کې له امریکايي پلاوي سره لیدنه ګټوره بللې ده او په خبره یې یو لړ توافقاتو ته رسېدلي دي.
افغان لوري دغه راز په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د نظام جوړولو په اړه د ټولو اړخونو مشورو ته غوږ دي خو د چا فرمایش نه شي منلی.
دا په کابل کې واک ته د طا لبانو تر رسېدو لومړی ځل و چې امریکايي لوری ورسره مخامخ ویني او ټینګار شوی چې دغه ډول لیده کاته به ادامه ولري.






