د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان په ټول ملک کې د درج مقدمو د ګرفتارۍ د مخنيوي دپاره اسلام اباد هائي کورټ ته رجوع کړې ده

باغي ټي وی رپورټ
د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان په ټول ملک کې د درج مقدمو د ګرفتارۍ د مخنيوي دپاره اسلام اباد هائي کورټ ته رجوع کړې ده
اسلام اباد: د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان په ټول ملک کې د درج مقدمو د ګرفتارۍ د مخنيوي دپاره اسلام اباد هائي کورټ ته رجوع کړې ده.
د پخواني وزيراعظم عمران خان په درخواست کښې د داخله سيکرټري په ذريعه وفاق، د اسلام آباد پشمول د څلورو واړو صوبو پوليس آئي جيز او د ايف آئي اے ډائريکټر هم اړخونه جوړ کړي شوي دي۔
د عمران خان لخوا جمع کړې شوې درخواست کې وئيل شوي چې دحکومت دبدلون وروستو درخواست کوونکى په دوامداره توګه دپوليسو لخوا په نخښه کيږي، وزيراباد کې يو وژونکى بريد شوى اؤ دهغه ژوند ته سخت گواښ موجود دى. د محکمې د کار لپاره اسلام اباد ته د رسېدو پر مهال نیول شوی دی.
درخواست کې دا هم ویل شوي چې عدالت ته د لاسرسي او عادلانه محاکمې په ګډون نور اساسي حقونه رد شوي دي.
درخواست کې غوښتنه شوې چې د عمران خان په ضد په ټول ملک کې د درج مقدمو تفصيلات غوښتلی شي، ګرفتارۍ دې د عدالت په اجازت سره وشي او په ټول ملک کې د درج مقدمو ريکارډ دې ورکړل شي. .






