د موسمياتو محکمي د سبا نه تر 22 مارچ پوري کراچي کښي د باران امکان څرګند کړے دے

0
195

باغی ټی وی رپورټ

د موسمياتو محکمي د سبا نه تر 22 مارچ پوري کراچي کښي د باران امکان څرګند کړے دے
د موسمياتو محکمي وړاندوينه کړې وه چې د مارچ په اخري ورځو کښې به په ټول ملک کښې باران اوري، په داسې حال کښې چې د روژې په دويمه او دريمه لسيزه کښې به د ګرمۍ امکان شته۔

ویل کیږي چې د سبا څخه تر راتلونکو څلورو ورځو پورې په قائد ښار کې د باران امکان دی.

بل خوا د لاهور پشمول د پنجاب په مختلفو سيمو کښې باران او ږلۍ شوې چې له وجې ئې موسم خوندور شوے دے۔

د بهاولنگر، بهکر، پاکپتن، پټوکي او راجن پور پشمول زياتو سيمو کښې د تيز هوا سره باران وشو او په تلا ګنګ او بهکر کښې ږلۍ ورېدلې چې له وجې د غنمو، اوړو او سبزيو پشمول ګڼ فصلونو ته سخت زيان رسيدلی دی.

په تلاګنګ کې هم سختو بارانونو د خټو کورونه زیانمن کړي او په څو ښارونو کې بریښنا بنده شوې ده.

Leave a reply