په اروزګان کښې مستحقو افغانانو سره مرستې وشوې

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان یو رسنۍ د رپورټ له مخې د اروزګان په ولایت کښې د این سي سي موسسې په مالي مرسته سره د افغانستان اسلامی امارت په دې ولایت کښې غریبه او مستحق افغان خاندانونو سره مرستې وکړي.
د رپورت مطابق ددې ولایت په ۳۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکی ورکړل شول، په دې موقع د افغان کورنیو د افغانستان اسلامی امارت او د مرستندونه موسسو څخه مننه وکړه چې دوی سره ی په دې سخت وخت کښې مرستې وکړې.
یاده دې وی چې پرون د چمن په پوله هم د پاکستان د یوې ټولنې پاک افغان د همکارۍ فورم د غړو له طرف نه افغان اولس ته بشري مرستې ولیږلې ، په دې مرستو کښې د ۳۰۰ ټنه نه زیات خوراکی توکي چې په ۱۳ ټرکونو کښې بار وو، د چمن له لارې افغانستان ته ولیږل شو، د افغانستان اسلامی امارت مشران په دې موقع د پاک افغان د همکارۍ فورم مشرانو او غړو ستاینه وکړه چې افغان اولس لپاره د خوراکي توکو دغه مرسته وکړه.
په روزګان کې د ان سي سي موسسې په مالي ملاتړ او د ا.ا.ا د ولایتي ادارې په همکارۍ پر ۳۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه. pic.twitter.com/o2en7vEqNv
— BNA Pashto (@bnapashto) October 9, 2021






