افغانستان ملي کرکټ ټیم په ۷ اووم جام جهاني کښې شرکت کوي

0
218

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د ټي ټونټي کرکټ لوبډله نن سبا د قطر هیواد په دوره ده، په قطر کښې به افغان لوبډله په اووم ۷ د کرکټ ټي ټونټي لوبو په سیالیو کښې ګډون وکړي.

په ټولنیزو رسنیو داسې خبرونه او تصویرونه خپاره شوي دي چې د افغان کرکټ ټیم لوبغاړي د یو لوبو په میدان کښې ورزش کوي.
اووم ۷ د ټي ټونټي کرکټ جام جهاني لوبې به د ۱۷ اکتوبر نه پیل شي او تر ۱۴ نومبر ۲۰۲۱ پورې به دوام ولري. یاده دې وی چې د افغانستان کرکټ ټیم هم په دې نړیوالو سیالیو کښې په اول ځل د امارت اسلامی د حکومت جوړولو نه پس په کومو نړیوالو سیالیو کښې برخه اخلي
یاده دې وي چې تیر میاشت د افغانستان د ۱۹ کالو نه کم د کرکټ د لوبغاړو لوبډله د پاکستان د تورخم په لار اول دوبۍ او بیا بنګله دیش هیواد ته لاړل ، په بنګله دیش کښې افغان ټیم لوبغاړو د ښې لوبې مظاهره وکړه او د بنګله دیش ټیم لوبغاړو نه یو څلور ورځني یو ټیسټ میچ وګټل

Leave a reply