د افغانستان اسلامی امارت د قطر نایب وزیراعظم سره ملاقات کړې
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت مشرانو یو لوړپوړې پلاوي په قطر هیواد کښې ددې هیواد نایب وزیراعظم سره ملاقات کړې دې او په یو شمیر ستونزو او مسلو ی ورسره ټینګار کړې دې .
د اسلامی امارت وفد چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیرمولوی امیر خان متقي په مشري کښې په قطر کښې دې ، د قطر هیواد نایب وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر
محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثانی سره ملاقات کړې دې ، په دې ملاقات کښې په افغانستان کښې په یو شمیر ستونزو او مشکلاتو ،سیاسي او اقتصادي ی ټینګار کړې دې او ددې ستونزو د هوارولو لپاره په ضروري ګامونو اخستلو خبرې اترې کړي دي.
د قطر هیواد نایب وزیراعظم هم د امارت اسلامی وفد ته په خیرراغلې اوویل چې ددواړه هیوادونو ترمینځ ی د ښو اړیکو ژمنه وکړه او زیاته ی کړه قطر به د افغانستان سره د ښې اړیکو ټینګولو لپاره ګاومونه پورته کړي.
یاده دې وي د امارت اسلامی په افغانستان د مشرانو دا په اول ځل د بهرني هیواد دوره ده کله نه چې دوی په افغانستان کښې کنټرول ترلاسه کړې او په دې هیواد کښې ی یو نوې عبوري حکومت هم اعلان کړې دي.
یاده دې وی چې طالب مشرانو د ملګري ملتونو او نورو مغربي او مسلمانانو هیوادونه نه غوښتنه کړې ده چې د امارت حکومت او افغانستان په رسمیت اوپیژني.
#News_update!
گزشتہ روز امارت اسلامی افغانستان کے وفد نے قطری نائب وزیر اعظم اور وزیر خارجہ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثانی سے ملاقات کی۔جناب محمد الثانی نے افغان وفد کا خیرمقدم کیا اور دوستانہ تعلقات ، افغانستان میں اقتصادی منصوبوں اور دیگر مسائل پر بات کی۔ #Taliban pic.twitter.com/PIXnYFk61O
— افغان خبرنامہ اردو (@khabar_afghan) October 10, 2021