په افغانستان کښې به بدامني پاکستان هم بدمتاثر کړي: سیاسي مشران

0
32

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان بیله بیلو سیاسي پارټۍ او د بشري حقونو لپاره آواز اوچتوونکي مشرانو انو غړو دا بیان کړې دې چې په افغانستان کښې بدامني به په پاکستان باندې هم بدې اغیزې ولری، مشرانو وایی چې که په تیر وخت نظر واچول شي نو د د افغانستان بدامنۍ پاکستان ډیر بد متاثر کړې دې.

د پاکستان د داخله چارو وزیر شیخ رشید احمد یوې غونډې ته په وینا کښې ویلي دې چې خدای دې نه کړي چې په افغانستان کښې حالات یو ځل بیا خراب شي او هلته یو نوې جنګ شروع شي، ده اوویل چې د افغانستان بدامني او جنګ به لکه د وړاندې په شان یو ځل بیا پاکستان ډیر بد متاثر کړي، دویی اوویل چې وزیراعظم عمران د افغانستان مسله په ښه توګه هوارولي شي او دا د ټول پاکستان هیواد او حکومت مشن دې چې په افغانستان کښې امن او خوشحالي راشي.
د پاکستان د عوامي نیشنل ګوندمرکزي مشر اسفندیار هم هم په کندوز کښې د شیعه ګانو په مسجد کښې برید په سختو ټکو کښې غندلې دې او دا ی په افغانستان کښې د امن خرابیدلو یو بل سازش او کوشش ګرځولې دې. نوموړی اوویل چې عوامي نیشنل ګوند د هر قسم ترهګري په ضد ده او که په هر ځای او هیواد کښې وی نو عوامي نیشنل ګوند ی غندنه کوي.
نوموړی اوویل چې په کندوز برید کښې بې ګناه اووژل شول او د عوامي نیشنل ګوند ټول مشران او غړي په دې برید ډیر خفه او غمجن دي.

Leave a reply