د غزني امارت مجاهدینو چمتو جنګیالي راورسیدل
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان نه په رسنیو کښې داسې رپورټونه خپاره شوي چې د غزني ولایت نه د افغانستان اسلامی امارت چمتو د ځوانانو مجاهدینو یوه ډله ننګرهار ته رارسیدلي ده او د داعش ډلې خلاف ی عملیات پیل کړي دي.
د طالبانو جنګیالو په ننګرهار کښې عملیات په داسې وخت کښې شروع کړي چې د جمعې په ورځ په کندوز کښې د شیعه مسلک یو جماعت کښې هم داعش ډلې یو برید ترسره کړو چې پکښې ګنړ شمیر وګړي شهیدان شوي دي.
یاده دې وي چې ذبیح الله مجاهد په یو مرکه کښې ویلي وو چې داعش ډله په افغانستان کښې خطر نه دې خو یو مزاحمت دې، وس که د داعش بریدونو ته اوګورو نو داسې ښکاري چې که د امارت اسلامی مشرانو او ځواکونو په افغانستان کښې د داعش مخنیوۍ و نه کړي نو دې سره به ددې هیواد کښې د یو بل جنګ پیل وشي او د افغان اولس وینه تویدنه به یو ځل بیا پیل شي
#تازہ_خبر!
صوبہ غزنی سے"نو رکنی فوجی دستہ" حال ہی میں ننگرہار صوبہ پہنچا ہے اور ننگرہار میں داعش کے خلاف کلیئرنگ آپریشن جاری کردیا ہے۔#Kunduz pic.twitter.com/JNphBgzSoo— افغان خبرنامہ اردو (@khabar_afghan) October 9, 2021