د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر فرخ حبیب وايي، عمران خان د مارچ په ۱۸مه عدالت ته د حاضرېدو ډاډ ورکړی دی

0
80

باغي ټی وی رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر فرخ حبیب وايي، عمران خان د مارچ په ۱۸مه عدالت ته د حاضرېدو ډاډ ورکړی دی.

فرخ حبیب په سوشل میډیا یو بیان جاري کړی او ویلي یې دي چې د مارچ په اتلسمه عدالت ته د حاضریدو لنډ ذمه واري د لاهور هائي کورټ بار صدر اشتیاق اے خان ته سپارلې شوې ده.

هغه وویل چې لنډه ژمنه د جزا د قانون د 76 برخې لاندې ورکړل شوې وه چې وروسته پولیسو د عمل لپاره هیڅ جواز نه درلود.

فرخ حبیب وویل، وارد شوی حکومت دې له وینو تویولو ډډه وکړي، موږ سوله غوښتونکي یو، جګړه نه غواړو.

ياده دې وي چې د اسلام اباد دوه عدالتونو د توشه خانې کيس کې د زنانه جج ته د ګواښلو او نه وړاندې کېدو په تور د عمران خان د بې ضمانته ګرفتارۍ وارنټ جاري کړي وو.

د احضارولو باوجود عمران خان د امنیتي اندیښنو له امله عدالت ته حاضر نه شو خو په لاهور کې یې د پي ټي ايي د یوې غونډې مشري وکړه.

سیشن عدالت د توشه خانه کیس کښې د نه حاضریدو په وجه د عمران خان ناقابل ضمانت وارنټ جاری کړې دې او هغه ته ئي د مارچ په اتلسمه حاضریدو حکم کړی دی.

تيره ورځ د اسلام اباد محکمې يوې ښځينه قاضي ته د ګواښلو په قضيه کې د عمران خان د نه ضمانتي گرفتاري وارنټ د مارچ تر ۱۶مې پورې وځنډاوه.

خو د توشه خانې په مقدمه کې د عمران خان د ناقابل ضمانت ګرفتارۍ وارنټ جاري کېدو وروستو د اسلام اباد د پوليسو يوه ډله د لاهور پوليس په گڼ شمير کې د څو ساعتونو راهسې زمان پارک کې موجوده ده چرته چې د پي ټي ائي لخوا د مزاحمت سره مخ شوي دي . کارګران

Leave a reply