د اسلام اباد عدالت د يوې زنانه قاضي ته د ګواښلو په مقدمه کې د عمران خان د بې ضمانته ګرفتاري وارنټ د ځنډولو تفصيلي پرېکړه جاري کړه

0
97

باغي ټی وی رپورټ
د اسلام اباد عدالت د يوې زنانه قاضي ته د ګواښلو په مقدمه کې د عمران خان د بې ضمانته ګرفتاري وارنټ د ځنډولو تفصيلي پرېکړه جاري کړه.

د اسلام اباد ايډيشنل سيشن جج فيضان حيدر گيلاني په يو مخ تفصيلي فيصله جاري کړې چې پکې وئيل شوي دي چې د عمران خان لخوا د مارچ په 13مه نيټه جاري شوي ناقابل ضمانت گرفتاري وارنټ چيلنج کړی شوي او د گرفتارۍ وارنټ جاري کړی شوي دي .

د عدالت په فيصله کې ويل شوي چې د ملزم د وکيل په وينا عمران خان د امنيتي ملحوظاتو له وجې سيشن عدالت ته نه دی حاضر شوی، د ملزم د وکيل په وينا د حکومت لخوا ورکړل شوی امنيت هم بيرته اخستل شوی دی. د عمران خان وکيلانو غوښتنه وکړه چې اورېدنه دې وځنډول شي.

عدالتي فيصلې کښې دا هم وئيلي شوي دي چې د عمران خان وکيلان دې د مارچ په 16مه نيټه د سرکاري اسنادو سره د سيکورټي واپسي لپاره عدالت ته حاضر شي ولې د سيشن کورټ لخوا د عمران خان د ناقابل ضمانت ګرفتارۍ وارنټ به تر 16 مارچ پورې معطل وي.

Leave a reply