د اسلام آباد د دوو عدالتونو لخوا د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د مشر عمران خان د ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کولو نه پس د اسلام آباد پوليس يو ټيم لاهور کښې موجود دے او امکان دې چې نن به د دغه وارنټ عملي کيدلے شي

0
106

باغی ټی وی رپورټ

د زرائعو ترمخه د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان د ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کيدو نه پس پوليس اسلام آباد ته رسيدلي چرته چي د سي سي پي او لاهور بلال صديق کاميانه په مشري کښي مشورتي غونډه اوشوه۔

په غونډه كښې د عمران خان د ګرفتارۍ په اړه په بېلا بېلو آپشنونو او كړنلارو غور وشو۔

دسرچينو له مخې په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه چې داسلام اباد پوليس ټيم ته به په زمان پارک کې دعمران خان استوګنځي ته د رسيدو لپاره مرسته ورکول کيږي، داسلام اباد پوليس به زمان پارک ته له تللو دمخه دعمران خان له ستر امنيتي افسر سره هم تماس نيسي.

دسرچينو له مخې اسلام اباد پوليس به په راتلونکو ٢٤ؤ ساعتو کې دعمران خان دگرفتاري وارنټ عملي کولو لپاره زمان پارک ته ځي.

ياده دې وي چې د اسلام اباد دوه عدالتونو د توشه خانې کيس کې د زنانه جج ته د ګواښلو او نه وړاندې کېدو په تور د عمران خان د بې ضمانته ګرفتارۍ وارنټ جاري کړي وو.

عمران خان پرون د احضارولو باوجود د امنيتي اندېښنو له امله عدالت ته حاضر نه شو خو په لاهور کې يې د پي ټي ايي د يوې غونډې مشري وکړه.

Leave a reply