د ملي دفاع وزارت د جګړه ییزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۲۶۲ تنه نظامیان فارغ شول.

0
50

د ملي دفاع وزارت د جګړه ییزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۲۶۲ تنه نظامیان فارغ شول.

13 مارچ دوشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو ۲۶۲ تنه مجاهدین دجګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له درې میاشتني عقیدوي، نظامي او مسلکي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

خبرپاڼه زیاتوي چې د تعلیماتو او پرسونل معاونیت عقیدتي او فرهنګي مسؤل شیخ خدایداد په وینا کې یاد فارغان خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او له هغوی څخه يې وغوښتل چې ترلاسه شوې مسلکي زده کړې نورو مجاهدینو ته ور زده کړئ؛او همدا راز د اسلامي نظام د تحکیم لپاره له اخلاص او امانتدارۍ څخه کار واخلئ، ځکه دا اسلامي نظام د زرګونو شهیدانو په قربانيو سره لاسته راغلی ده.

اړوند موضوعات

دملي دفاع وزارت: د ۳۱۳ مرکزي قول اردو څخه ۱۵۰ تنه نظامیان د جګړه ییزو زده کړو فارغ شول.

 

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر مسؤلینو، مشایخو، علماؤو او مجاهدینو ګډون کړی وو او همدا راز په پای کې یادو فارغانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

Leave a reply