دملي دفاع وزارت: د ۳۱۳ مرکزي قول اردو څخه ۱۵۰ تنه نظامیان د جګړه ییزو زده کړو فارغ شول.

0
142

دملي دفاع وزارت: د ۳۱۳ مرکزي قول اردو څخه ۱۵۰ تنه نظامیان د جګړه ییزو زده کړو فارغ شول.

11 مارچ شنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ورځ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند لومړۍ پلې لوا البدر کنډک له لومړۍ دورې څخه ۱۵۰ تنه نظامیان چې ۱۳۰ تنه په نظامي او ۲۰ تنه په ورزشي برخو کې له عقیدوي، فکري او مسلکي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

 

دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت رئیسانو، د۳۱۳ مرکزي قول اردو مرستیال، ګڼ شمیر مشایخو، علماءکرامو او مسؤلینو ګډون درلود، مسؤلینو په ویناوو کې یاد فارغان اعداد ته ترغیب کړل او زیاته یې کړه چې مسؤلین باید خپلو زړور ځواکونو ته مادي او معنوي تربیت ورکړي او همدا راز د معنوي تربیت ترڅنګ مادي قوت هم پیاوړی کړئ، له پرمختللو او ماډرن اسلحو سره ځانونه بلد کړئ، زموږ د بریا یواځنی راز داده چې اسلامي اصولو ته پابند یو.

اړوند موضوعات

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۵ البدر قول اردو څخه ۵۰۰ تنه مجاهدین فارغ شوي.

خبر زیاتوي چې د دغه کنډک مجاهدین به د ښاري نظم ساتلو او په اضطراري حالاتو کې د چټک غبرګون په برخه کې د ولس خدمت ته چمتو وي.

Leave a reply