ترانسپورټ وزارت وایي: د کابل څخه هرات، کندهار او هلمند ولایتونو ته د VIP بسونو فعالت پیل شو.
13 مارچ دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ورځ د کابل ولایت څخه په بیلابیلو مسیرونو هرات، کندهار او هلمند ولایتونو ته د VIP بسونو فعالت پیل شو.
خبرپاڼه کې راغلي چې یاد بسونه چې د احمد شاه بابا ابدالي خصوصي ټرانسپورټ شرکت لخوا وارد شوي، په یادو مسیرونو کې به د مسافرینو لپاره خدمتونه وړاندي کوي.
اړوند موضوعات
ترانسپورټ وزارت: د لومړي ځل لپاره په هیواد کې د VIP بسونو فعالیت پیل شو.
د یادولو ده چې دا بسونه د نورو بسونو په نسبت د مسافرو لپاره ځانګړې اسانتیاوي او سهولتونه له ځان سره لري.