ترانسپورټ وزارت: د لومړي ځل لپاره په هیواد کې د VIP بسونو فعالیت پیل شو.
ترانسپورټ وزارت: د لومړي ځل لپاره په هیواد کې د VIP بسونو فعالیت پیل شو.
24 فبروري 2023
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي چې په افغانستان کې په لومړي ځل د VIP بسونو فعالیت پیل شو.
یاد وزارت زیاتوي چې دا بسونه د انټرنیټ وایفای، مسافرو ته د وړیا خوراک او څښاک ورکولو په شمول د ګڼو نورو اسانتیاؤ درلودونکي دي.
سرچینې لیکلي، دغه بسونه روزل شوي مېلمهپالان، انټرنېټ وایفای سیستم، راحت سېټونه، د کارکوونکو یونیفورم، مسافرينو ته وړیا خوراک او څښاک او يو شمېر نورې اسانتیاوې لري.
اړوند موضوعات
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بسونه د کابل – مزارشریف او کابل – کندوز ترمنځ لویه لار کې فعالیت پیل کړی دی.