د پنجاب حکومت د تحريک انصاف کارکن علي بلال عرف ظل شاه باندې د تشدد نه انکار کړی دی.

0
23

باغي ټي وی رپورټ
لاهور: د پنجاب حکومت د تحريک انصاف کارکن علي بلال عرف ظل شاه باندې د تشدد نه انکار کړی دی.

د پنجاب نګران وزير جاويد اکرم وئيلي دي چې د تحريک انصاف کارکن علي بلال عرف ذال شاه پوسټ مارټم رپورټ کښې د تشدد هيڅ ذکر نشته۔

هغه وويل د خطرناکې حادثې له امله علي بلال ژوبل شوى چې د پوسټ مارټم رپورټ کې ذکر شوى دى.

بل اړخ ته د لاهور پولیس هم د ذال شاه مړینه ټرافیکي پیښه بللې ده او په دې لړ کښې د پي ټي آئي چیرمین عمران خان خلاف یو بل مقدمه درج کړې شوې ده.

Leave a reply