په کراچۍ کې د پولیسو په دفتر (KPO) د برید کوونکې د CTD سره په مقابله کې وژل شوی دی.

0
112

باغي ټي وی رپورټ
په کراچۍ کې د پولیسو په دفتر (KPO) د برید کوونکې د CTD سره په مقابله کې وژل شوی دی.

د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د شمالي بای پاس منګوپیر سره نږدې د یوه خبر په اساس عملیات کړي چې په ترڅ کې یې د کراچۍ د پولیسو په دفتر د برید طراح الله وژل شوی دی.

د سي ټي ډي چارواکو وينا ده چې د ډزو په تبادله کې د KPO بريد مشر مائنډ په شمول دوه ترهګر وژل شوي او دوه نيول شوي دي.

د سي ټي ډي ترمخه ترهګر اريادالله د کالعدم تحريک طالبان کراچۍ کمانډر وو او د وژل شوي دويم ترهګر شناخت عبدالوحيد په نوم شوې دې۔

ياده دې وي چې تېره مياشت د کراچۍ ښار په شارع فيصل سيمه کې د پوليسو په دفتر د ترهګرو په بريد کې د دوه پوليس او رينجر اهلکارو په ګډون څلور کسان وژل شوي وو.

وروستو دپوليسو اؤ قانون نافذونکو ادارو په ځوابي کارروائي کې 3 تندلاري وژل شوي دي.

Leave a reply