مراد علي شاه وويل مونږ حقيقي مردم شماري غواړو، دا بايد د 2017 په شان مردم شماري نه وي، هغه احسن اقبال ته د ډيجيټل مردم شمارۍ په اړه خط ليکلى دى

0
185

باغي ټي وی رپورټ

د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه وايي که د مردم شمارۍ په اړه تحفظات لرې نه کړل شول نو د صوبايي حکومت په ملاتړ به غور کوي.

کراچۍ کې خبري غونډې ته دوينا په مهال مراد علي شاه وويل وزيراعظم ته وئيل شوي دي چې مردم شماري دې شفافه وي، هر چا ته دې شميرل کيږي، دلته ډيټا ډکيږي اؤ مونږ ته هيڅ نۀ ويل کيږي.

مراد علي شاه وويل مونږ حقيقي مردم شماري غواړو، دا بايد د 2017 په شان مردم شماري نه وي، هغه احسن اقبال ته د ډيجيټل مردم شمارۍ په اړه خط ليکلى دى.

ده ووئيل چې په لاهور كښې كومه پېښه شوې د حيرانتيا خبره ده، مونږ ټولو په خپلو سترګو پرده اچولې ده، پرامن احتجاج د هر چا حق دے، په مينې سره به ځواب وركړې شي او د هر څه سره به قانوني چلند وشي۔

Leave a reply