د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وايي، عمران خان د واک د ختمېدو په اړه يوه دسیسه جوړه کړه، چې پر بهرنيو اړيکو يې اغېز وکړ، اوس له امريکا بښنه غواړي او وضاحت غواړي

0
165

باغي ټی وی رپورټ

د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وايي، عمران خان د واک د ختمېدو په اړه يوه دسیسه جوړه کړه، چې پر بهرنيو اړيکو يې اغېز وکړ، اوس له امريکا بښنه غواړي او وضاحت غواړي.

اسلام اباد کې خبري غونډې ته دوينا په مهال مريم اورنگزيب وويل عمران خان په مړو سياست وکړو ترڅو په هيواد کې ګډوډي خپره شي، يو کس په ملک کې فسادونه کول غواړي، اور اچول غواړي، دعمران خان هره سياسي تماشه ده. ناکام

مريم اورنګزېب وويل، عمران خان په څلورو کلونو کې د هېواد اقتصاد تباه کړ، د عمران خان د نا اهله حکومت له امله خلک له افراطيت سره مخ دي، عمران خان متعصب او دوکه باز دی.

Leave a reply