د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وئيلي دي چي د پنجاب نگران وزيراعلي د اتم مارچ په شان شخړه غواړي

0
60

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وئيلي دي چي د پنجاب نگران وزيراعلي د اتم مارچ په شان شخړه غواړي۔

په ټوېټر خپل يو بيان کښې عمران خان وئيلي دي چې مونږ غواړو چې په دې لړ کښې نوره ايف آئي آر درج کړو چې د تحريک انصاف کارکنان د نگران حکومت په جال کښې را نه شي.

عمران خان وويل د بنديز مقصد يواځې د پي ټي ائي د کمپاين نه منع کول دي، په ټول لاهور کې ژوند معمول دى، يواځې زمان پارک محاصره دى.

عمران خان وويل دغه کسان غواړي دپي ټي ائي دکارکونکو په ضد جگړه پيل کړي چې نور جعلي کاغذونه ثبت کړي او انتخابات وځنډوي.

ده ووئيل چې د انتخاباتو د مهالوېش له اعلان وروسته د سياسي فعاليتونو په ضد د دفعه 144 د لګولو جواز څه دے؟ کارکونکو ته هدایت شوی دی چې په دې دسیسه کې هیڅ هم نه راځي، موږ خپله جلسه تر سبا پورې ځنډولې ده.

Leave a reply