په تورخم پوله د مزدورانو پرلت جاري دې

0
49

باغي ټي وي رپورټ
په لنډیکوتل کښې د تورخم پولې ته نزدې په پيښور تورخم لوی سرک د مزدورانو احتجاجي پرلت نه په ۴ څلورمه ورځ هم جاري دې، د مزدورانو او د مزدرانو د اتحادیی مشرانو فرمان شینواری او اسرار شینواری غوښتنه ده چې تورخم پوله دې د عام خلقو تګ راتګ لپاره پرانستل شي.

د مزدوارانو او ددوی د اتحادیی مشرانو نن نه ۴ څلور ورځې وړاندې دا احتجاجي پرلت تورخم سره نزدې پیل کړې دې، نن ورله د تحریک لیبک پارټۍ د چارسدې مشر تاج حسیب هم راغلې وو.
مشر د مزدورانو سره په پرلت کښې کښیناستو او غوښته ی وکړه چې د لندیکوتل په عوامو د رحم وشی، دلته ډیر غربت دې ،بې روزګاري ده او د تورخم پوله دې د عام خلقو تګ راتګ لپاره پرانستل شي.

Leave a reply