په افغانستان کښې جونه سکولونو ته ځي
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د ولایت بلخ نه په رسنیو داسې رپورټونه خپاره شوي دې چې په دې ولایت کښې د ښځینه زده کوونکو سکولونو پرانستل شوي دې او وس د اول تولګي نه واخله تر دولسم صنف پورې جونه سکولونو ته ځي .
یاده دې وي چې کله نه چې د امارت اسلامی افغانستان حکومت راغې نو د څه وخت لپاره د ښځینه زده کوونکو سکولونو تړلي وو، بیا روستو طالب مشرانو اعلان وکړو چې د ښځو او نارینه د بیل بیل زده کړو کولو لپاره به زر انتظامات وشي او نن داسې رپورټونه چاپ شوي چې په بلخ کښې ښځینه زده کوونکې خپلو سکولونو ته ځي اود علم زده کړه ی پیل کړې ده.
#Girls_are_learning!#صوبہ_بلخ میں لڑکیوں کے سکولوں میں پہلی سے بارہویں جماعت تک تعلیمی سلسلہ جاری۔#Taliban pic.twitter.com/NqXPccYeEl
— افغان خبرنامہ اردو (@khabar_afghan) October 9, 2021