الجزیره ټي وي ته عبدالقهار بلخي په مرکه کښې څه وایی؟

0
311

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ځانګړې مرکه کښې ویلي دي چې د افغانستان اسلامی امارت نوې عبوري حکومت غواړي چې امریکا سره ښې اړیکې ولري.

بلخي وایی چې امریکا د دوحه معاهدې خلاف ورزي کوي او په افغانستان کښې د ډرون بریدونه کوي چې دا دوحه معاهدې نه ښکار سرغړونه ده. بلخي زیاتوي چې طالب مشرانو د اول نه دا پالیسي ده چې ستونزې په خبرو اترو هوارې کړو.
یاده دې وي چې د بلخي دا مرکه په داسې وخت کښې په رسنیو کښې خپاره شوې ده چې نن سبا د افغانستان اسلامی امارت یو لوړپوړې پلاوي د قطر په سفر تللې دې او د رارسیدلي رپورټونه مطابق په قطر کښې به د طالب مشرانو دا وفد امریکایی چارواکو سره هم مهمه ناسته ولري.


Leave a reply