کابل امنیه قوماندانۍ څوک ګرفتار کړي؟

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پانړه یو خبر ورکړې چې د امارت اسلامی قوماندانۍ هغه کسان نیول چې په پایه تخت کابل کښې به اقلیتي کسانو ته ازار ورکولو.
ذبیح الله مجاهد وایی چې چې هغه ټول کسانو چې اقلیتي کسان به ازارول نیول شوي او عدالت به ددوی فیصله وکړی او ددوی په ضد به قانوني او عدالتي چلند وشي.
یاده دي وې چې ویاند دا خبر په داسې وخت کښې ورکوي چې په کندوز کښې پرون په یو مسجد کښې برید شوي، په ننګرهار کښې هم د وژل شوو او د یو داسې ډیر عمر والا تن مړې پیدا شوي وو چې سر ی د تن نه جدا وو. دداسې وژنه له وجهې په ټول افغانستان او افغان اولس کښې ډار او خفګان خپور شوي دې او غوښتنه ی کړې چې دداسې ناوړه پیښو مخینوۍ دې وشي.
#مهم:
هغه کسان چې په کابل کې د اهل هنود اقلیت د ازار او اذیت سبب ګرځیدلي وو، ټول د کابل امنیه قومندانۍ له لوري ونیول شول او عدلي مراجعو ته معرفي شول.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) October 9, 2021





