واک د طالبانو تر رسېدو وروسته د افغان ځواکونو برخلیک اوس څۀ دی؟ 

0
159

واک د طالبانو تر رسېدو وروسته د افغان ځواکونو برخلیک اوس څۀ دی؟ 

د سبټمبر  پر پنخلسمې د طالبانو په بشپړ ډول واک ته رسېدلو او د پخواني حکومت راپرزول، د افغان ځواکونو پر برخلیک مستقیم اغېز پرېباسلی دی.

واک ته د طالبانو لۀ رسېدو سره دوی اعلان وکړ چې ټول دولتي مامورین به بېرته خپلو دندو ته راګرځوي؛ خو دا چې پخواني امنیتي ځواکونه به څۀ کوي؛ دوی په دې اړه تر اوسه لا څۀ ندي ویلي.

 

 

(2021 / 10 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د سبټمبر  پر پنخلسمې د طالبانو په بشپړ ډول واک ته رسېدلو او د پخواني حکومت راپرزول، د افغان ځواکونو پر برخلیک مستقیم اغېز پرېباسلی دی.

واک ته د طالبانو لۀ رسېدو سره دوی اعلان وکړ چې ټول دولتي مامورین به بېرته خپلو دندو ته راګرځوي؛ خو دا چې پخواني امنیتي ځواکونه به څۀ کوي؛ دوی په دې اړه تر اوسه لا څۀ ندي ویلي.

د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم د افغان ځواکونو ځیني ځانګړي ځواکونو لکه صفر یک، صفر دو، صفر سه او کي پي ایف لۀ ځان سره یوړل؛ خو پاتې درې نیم لکه ملي اوردو، او دوه نیم لکه پولیس پۀ بې سرنوشته حالت کې پرېښودل شول.

اوس چې خوراکي او د سون توکو قیمتونه هم تر پخوا څو برابره لوړ شوي دي، یو شمېر پخواني نظامي افسران او سرتېري مجبوره شوي چې د یوې مړۍ حلالې روزۍ پۀ خاطر مزدورۍ ته ملا وتړي.

که څۀ هم طالبانو ویلي چې دوی به بېرته اوردو رامنځته کوي؛ خو لا هم معلومه نده چې دوی به پخوانۍ اوردو بیرته راغواړي او که نه.

 

 

Leave a reply