د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته لومړی ځل دی چې  د ا.ا.ا او امریکا لوړ پوړي چارواکي لیدنه ترسره کوي

0
238

د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته لومړی ځل دی چې  د ا.ا.ا او امریکا لوړ پوړي چارواکي لیدنه ترسره کوي

دا لیدنه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو او د طالبانو له خوا د دغه هیواد له نیولو وروسته د لوړپوړو چارواکو لومړنۍ مخامخ لیدنه ده. اټکل کیږي چې لیدنه نن او سبا (شنبه او یکشنبه) په دوحه کې ترسره شي.

 

(2021 / 10 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

رویټرز د دوو امریکايي لوړپوړو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې امریکايي پلاوي د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د قطر پلازمېنې دوحه کې لیدنه کوي.

دا لیدنه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو او د طالبانو له خوا د دغه هیواد له نیولو وروسته د لوړپوړو چارواکو لومړنۍ مخامخ لیدنه ده. اټکل کیږي چې لیدنه نن او سبا (شنبه او یکشنبه) په دوحه کې ترسره شي.

چارواکي چې نومونه يې نه دي یاد شوي رویټرز ته يې ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت د استازي مرستیال تام وست او د امریکا د پراختیایي ادارې (USAID) بشرپاله لوړپوړی چارواکی سارا چارلز دې امریکايي پلاوي کې دي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد چې څه باندې دوه کاله د طالبانو سره مذاکرات يې رهبري کړل، په دې پلاوي کې شتون نه لري.

د طالبانو له خوا به هم د کابینې ځينې غړې په دې پلاوي کې ګډون ولري. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي تېره ورځ د طالبانو یو پلاوي په مشرۍ دوحې ته لاړ.

د رویټرز د راپور پر اساس امریکایي پلاوی به طالبانو تر فشار لاندې راولي، تر څو له افغانستانه د پاتې امریکايي وګړو او نورو د خوندې وتلو ډاډ ترلاسه کړي او مارک فرریش هغه امریکايي وګړې چې تښتول شوی، هم راخوشې شي.

د ریویټرز په وینا بل لومړتیوب دا دی چې په دې لیدنه کې به ټینګار په دې وي چې طالبان خپلو ژمنو ته ژمن وواسي او اجازه ور نه کړي تر څو افغانستان بیا د القاعده او نورو «افراطي» ډلو په امن پټنځای بدل شي.

رویټرز ویلي چې امریکايي پلاوی به له طالبانو وغواړي تر څو بشري مرستو ته لاسرسی اسانه کړي، ځکه چې افغانستان یو بد وضعیت سره مخ دی او اټکل کیږي چې و به نشي کولی له اقتصادي رکوده مخنیوی وکړي.

د امریکا یو لوړپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي چې دا غونډه د طالبانو په رسمیت پیژندلو او هغوی ته د مشروعیت ورکولو لپاره نه ده، بلکې هر ډول مشروعیتي ګام به د طالبانو د خپلو کړنو پر اساس وي.

دې چارواکي ټینګار کړی: «دا لیدنه له طالبانو سره د عملي مشارکت دوام دی چې موږ د امریکا د ملي حیاتي ګټو ټینګار کړی دی.»

د رویټرز په وینا د متحده ایالاتو پلاوی به پر طالبانو فشار راوړي چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د پراخ ملاتړ سره یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.

Leave a reply