څرګنده شوې ده چې د پيښور بي آر ټي مصارف د آمدن نه زيات دي

باغي ټي وی رپورټ
څرګنده شوې ده چې د پيښور بي آر ټي مصارف د آمدن نه زيات دي۔
د اسنادو له مخې، د دوو کلونو په ترڅ کې بي آر ټي پېښور ته د ۶ ارب ۳۵ لاکه نه زيات نقصان رسېدلی، په ۲۰۲۱-۲۲ کال کې بي آر ټي د يو ارب ۵۳۹ ميليونه روپو عايد درلود، په داسې حال کې چې لګښتونه يې له ۴ ارب ۵۰ ميليونه څخه زيات وو.
په روان مالي کال کې تر اوسه پورې د 5 ارب 94 کروړه روپو څخه زيات لګښتونه شوي او 2 ارب 38 کروړه 19 لک روپۍ آمدن شوي دي، سږ کال تر دې مهاله بي آر ټي د 3 اربه روپو څخه زيات خساره کې ده.
په دې لړ کښې د ټرانس پيښور ترجمان وينا ده چې بي آر ټي يو مسافر ته څلويښت روپۍ سبسډي ترلاسه کوي، دا يوه عامه منصوبه ده، د دې منصوبې مقصد ګټه نه کول دي۔






