ګراني له روژې مخکې نوره هم لوړه شوه، په ټولیز ډول 1.37 سلنې څخه تر 42.27 سلنې ته رسیدلې

0
93

باغي ټی وی رپورټ
ګراني له روژې مخکې نوره هم لوړه شوه، په ټولیز ډول 1.37 سلنې څخه تر 42.27 سلنې ته رسیدلې .

د شمارياتو ادارې اونيزه رپورټ جاري کړے دے چې پکښې وئيلي شوي دي چې په يوه هفته کښې ٢٩ ضروري شيان ګران شوي دي، په تېره يوه هفته کښې د بورې بيه ٥ روپۍ ٣٥ پيسې زياته شوې ده۔

د احصايې ادارې د راپور له مخې، روميان په يو کيلو ٥ روپۍ ٤٦ پيسې، کچالو په ٥ روپۍ ١٠ پيسې او پياز په ١٢ روپۍ ٣٢ پيسې زيات شوي دي.

د دې تر څنګ د اوړو د شل کیلو بورۍ بیه ۶۹ روپۍ ۱۹ پېسې ګرانه شوې او ۱۷۷۴ روپۍ ۷۰ پېسې ته رسېدلې ده، د ۲.۵ کیلو غوړیو بیه ۵۹ روپۍ ۸۰ پېسې، غوړي ۳ روپۍ ۴۴ پېسې، شیدې ۳ روپۍ ۴۴ پېسې ګرانې شوې دي. د دال ماش، وريجو، غوښې، چای او مالګې په بيو کې ٢٨٤ پيسې زياتوالى راغلى دى.

د احصایې د ادارې د راپور له مخې په تېره یوه اوونۍ کې ۸ د اړتیا وړ شیان ارزانه شوي، چرګ ۳۱ روپۍ یو کیلو، هوږه په ۸ روپۍ ۶۶ پېسې او د هګۍ، دال مونګ، دال مسور، دال چینې بیه هم رالوېدلې ده. کم شوی

په تېره یوه اوونۍ کې د ۱۴ توکو په بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

Leave a reply