د حکومت له خوا د پیسو نړیوال صندوق د شرطونو عملي کول دوام لري

0
87

باغي ټي وی رپورټ

اسلام اباد: د حکومت له خوا د پیسو نړیوال صندوق د شرطونو عملي کول دوام لري.

د نېشنل اليکټرک پاور ريګوليټري اتهارټي (نيپرا) د برآمداتي سکټور لپاره د بجلۍ په نرخونو کښې د 12 روپۍ 13 پيسې في يونټ زياتولو منظوري ورکړې ده۔

د صادراتي سکټور او بزګرانو لپاره د بجلۍ په برخه کې د ۶۵ اربه روپو سبسډي ختمه کړې شوې او د بزګرانو لپاره د بجلۍ په نرخ کې ۳.۶۰ روپۍ في يونټ زياتولو منظوري هم ورکړل شوې ده.

نیپرا دا فیصله د نوټیفیکیشن لپاره وفاقي حکومت ته استولې ده او ویلي یې دي چې د سبسډی ورکولو او ختمولو اختیار د وفاقي حکومت سره دی.

Leave a reply